رحمت الله نبیل وایې حکمت دې د روانو نا خوالو پر وړاندې عملاً لاس په کار شي

د ملي امنیت پخوانی ریس رحمت الله نبیل وایې: د جګړو او وژنو مخنیوی د ماتم په اعلانولو او غندلو نه کیږي، دی وایې افغان حکمت ته په کارده چې د روانو وحشتونو او نا خوالو پر وړاندې عملاً لاس په کار شي او د روانې غمیزې مخه ونیسي .

نبیل د ملي وحدت حکمت په بې کفایتی تورنوي او وایې: د حکمت دا ډول غندنې او ماتمونه دوښمن ته لار هواروي چې خپلې کړنې وغزوي او جګړې لا زور واخلي

ده د ملي وحدت پر حکمت غږ کړی چې د روانې غمیزې د مخ نیوي له پاره دې مټې ونغاړي او په حکمت کې د ننه دې پردي جاسوسان پیدا او محکوم کړي.

نبیل همداراز د هغو ټولو طالبانو داعدام غوښتنه کړې چې د اعدام حکم ورباندې شوی دی.

دده په وینا که حکومت تر هګر په خپلو پټن ځایونو کې په نښه نه کړي په هیواد کې به وژنې همداسې دوام پيدا کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.