رحمت الله نبیل وایې د ملي وحدت حکومت مشران دې ځان د پاکستان د پالیسیو ښکار نه ګرځوي

د ملي یووالي حکومت مشران دې د پاکستان د پلانونو ښکار نه کېږي. د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي، د ملي یووالي حکومت مشرانو ته په کار ده، چې په خپل منځ کې سره یو لاس شي او ځانونه دې د پاکستان د پالیسیو د عملي کولو لپاره وسیله نه ګرځوي.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د ملي یووالي حکومت مشران دې د لنډ مهالو ګټو لپاره ځان په یوه ډله یا بله ډله پورې نه تړي بلکې ځانونه دې د افغانستان د خلکو استازي وبولي.
دده په باور تر هغه چې د ملي یووالي حکومت مشران، ډلو او ګوندونو ته ژمن وي هېواد به د پاکستان د استخباراتي کړیو او نورو دښمنانو د شومو موخو ښکار وي او ددغو ډلو موخه هم دا ده چې افغانان په خپلو کې سره وویشي.
دده په وینا ای. ایس. ای په ډيره سیستماتیکه توګه د افغان حکومت او افغانانو پر وړاندې جګړه پر مخ وړي او د حکومت مشرانو ته په کار ده چې ويښ او متوجه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.