رحیمي: تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل د ۳ جنايي پېښو شاهد و

رحیمي: تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل د ۳ جنايي پېښو شاهد و

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د کابل په کچه تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوارې ۳ جنايي پېښې ثبت شوې دي.

 

د رحیمي په وینا، له دې وړاندې به هرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په کچه تر ۷۰ جنايي پېښې ثبتېدې.

 

رحیمي وايي، چې پولیس له جنايي پېښو سره مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې يې زیات کار هم کړی دی.

 

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو کابل کې د جنایتکاره شبکو یو سر لاری په ډزو وویشت او وې واژه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.