رحیمي: حکومت د سولې پروسه کې په موقع د خپلو مسوولیتونو اجرا ته چمتو دی

رحیمي: حکومت د سولې پروسه کې په موقع د خپلو مسوولیتونو اجرا ته چمتو دی

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر غني ځانګړي استازي سلام رحیمي ویلي، د سولې پروسه له ټولو داخلي او بهرنیو ښکېلو اړخونو او همکارانو سره په همغږۍ پر مخ روانه ده.

هغه ټینګار کړی له هغو عملي ګامونو سره هم‌مهاله چې موږ تفاهم او په نهايت کې توافق ته نږدې کوي؛ د وړتیاوو چمتو کول، د بنسټونو ترمنځ د موثرې همغږۍ رامنځته کول او د سولې پروګرام د اجرايي اړتیاوو برابرول په قوت او چټکۍ روان دی.

د رحیمي په وینا، د افغانستان دولت په موقع سره په دغه پروسه کې د خپلو مسوولیتونو اجرا ته چمتو دی، ځکه دا د ملت هغه غوښتنه ده چې د سولې د مشورتي لویې جرګې له لارې بیان شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.