رحیمي: د پولیسو له اعاشې د ۶۰۰ میلیونو افغانیو اختلاس دوسیه لویه څارنوالۍ ته سپارل شوې

رحیمي: د پولیسو له اعاشې د ۶۰۰ میلیونو افغانیو اختلاس دوسیه لویه څارنوالۍ ته سپارل شوې

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، دغه وزارت کې د پولیسو له اعاشې څخه د ۶۰۰ میلیونو افغانیو د اختلاس دوسیه تېره دوشنبه لویه څارنوالۍ سپارل شوې ده.

 

د کورنیو چارو وزارت چارواکو دوه اوونۍ مخکې دغه وزارت کې د امنیتي ځواکونو له اعاشې د ۶۰۰ میلیونو افغانیو د اختلاس دوسیه رسنیزه کړه.

 

د اختلاس په دغه دوسیه کې د دې وزارت  ۲۲ کار کوونکي او دوه قراردادیان ښکېل و چې قرار دادیان نیول شوي هم دي.

 

د کورنیو چارو وزارت د ۲۲ کار کوونکو له ډلې، دغه وزارت لویې څارنوالۍ سپارښتنه کړې چې ۸ تنه دې ممنوع الخروج کړي.

 

د اختلاس په دوسیه کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین حارث سراج، مالي رییس نصیر زید او د لوژسټیک مشر میرویس جانباز ښکېل دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.