رحیمي: هغه پولیس چې خلکو ته یې سپکاوی کړی و، ونیول شو

رحیمي: هغه پولیس چې خلکو ته یې سپکاوی کړی و، ونیول شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د سفارت خونو د امنیت ساتنې قطعې کنډک قوماندان محمد اجان ونیول شو.

 

د رحیمي په خبره، هغه پولیس چې د پاکستان سفارت مخې ته یې د ویزو مراجعین توهین کړي و، د کورنیو چارو وزارت لخوا نیول شوی دی او اوس مهال تر جدي څېړنو لاندې دی.

 

رحیمي وايي، پولیس به حتمآ خپله سزا ویني.

 

ټولنیزو رسنیو کې ویډیو خپره شوې چې یو پولیس سرتېری د پاکستان سفارت مخې ته د ویزې عمر خوړلي خلک توهین کوي او په ځمکه یې غورځوي.

 

دغې ویډیو ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې پولیس ته سخته سزا ورکړي.

 

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات هم ویلي چې پولیس به بې سزا پاتې نه شي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.