روان ژمی به طالبان کنګل شي

روان ژمی به طالبان کنګل شيد طالب جنګیالیو دوه لسیزې جنګي ماموریت دغه ژمی پای ته رسیږي!

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د امریکا متحده ایالاتو ته په خپل وروستي سفر کې، له باراک اوباما سره په ګډو خبرو کې وویل چې موږ په پاکستان کې د طالبي ترهګرو ټول پټنځایونه له منځه وړي دي؛ تر هغه وروسته مهم خبر دی چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د ساتلو اعلان وکړ.

د ملا عمر تر مرګ وروسته د طالبانو خپل منځي اختلافاتو پاکستان اړ کړ چې د دې کرايي جنګیالیو وروستی سرنوشت مالوم کړي. په داعش کې یې ادغام، د یو بالقوه کرايي پوځ په حیث یې ساتل او نابودول یې؛ یاد درې هغه اساسي لارې وې چې باید پاکستاني استخباراتو د طالبانو د سرنوشت پر سر پر یوې موافقه کړې وائ.

په داعش خونړیو وسلوالو کې یې د ادغام زیاته هڅه بیا هم ناکامه وه، ایډیالوژیک او کتابي اختلافات او د نوي جنګي حوزې او مفاداتو رامنځته کېدل هغه ټکي وو، چې دا ادغام ناشونی کېده. طالبان د یو بالقوه کرايي پوځ په حیث ساتل پر پاکستان نړیوال او سیمه ییز فشارونه تر هغې لا زیاتول چې د افغان حکومت د نویو هڅو له مخې پر پاکستان زیات شوي وو. پاکستان ته یوازې همدا یوه لاره پاتې شوې وه چې نور طالبان د یوې هیولا په نوم تاریخ ته وسپاري.

د افغانستان د نوي مشرتابه له لوري پر پاکستاني مشرانو واضحو او دقیقو تبصرو او نیوکو د پاکستان حکومت دې ته وهڅاوه چې د خپل استخباراتي ماموریت او کړنو اروزنه وکړي. په سیمه ییزه کچه د تروریزم پر وړاندې د نوې حوزې ایجاد د افغان دولت هغه هڅه وه چې په سیمه کې یې پاکستان منزوي کړ، پاکستان باید پرېکړه وکړي چې نور کومه خوا نیسي.

په تېرو لسو کلونو کې سږ کال د طالب وسلوالو له لوري د هېواد په ګڼو او بې شماره سیمو باندې تهاجمي بریدونه په داسې موسم کې ترسره کېږي چې باید اوس طالبان د ژمنیو خوبونو ځایونو ته رسېدلي وائ، ولې سږ کال جنګیږي او دولت ګواښي.

د طالبانو دا جنګي تاکتیک څه ثابتوي؟
د کویټې، پېښور او وزیرستان شوراګانې په افغانستان کې ټول جنګي ماموریت د طالبانو له دریو سترو شاخونو څخه سرچینه اخلي. د کویټې شورا، د پېښور شورا او د وزیرستان شورا. د یادو درې سره شوراګانو ټول مشران د شته جنګیالیو په تقسیم او جنګي ډلبندیو بوخت دي. په جنوب، شرق، شمال شرق او شمال کې د جنګونو ټول بشري حضور د همدې شوراګانو د وروستیو تقسیماتو زور دی.

پاکستان په دې هڅه کې دی چې دغه ژمی ټول طالبان له پاکستاني پټنځایونو د دوی د وروستي ماموریت له پاره افغانستان ته را ولېږي. طالبان چې په ژمي کې له جنګي تاکتیکونو بې برخې دي او د ژمي په بهشتي خوبونو یې عادت کړی دی، دا ژمی به د خپل جنتي سفر کاروان پوره کړي.

په پاکستان کې ټولې طالبي شوراګانې د پاکستاني جنرالانو په مرسته په دې بوختې دي چې شته ټول طالب وسلوال افغانستان ته را انتقال کړي او په روان جنګ کې یې مصروف وساتي. دا کار به د ژمي په سختو لارو کې د مهماتو او اړیکو نیولو لارې چارې هم له خنډ سره مخ کړي او دا هر څه به طالبان د خپل سرنوشت او حیثیت له سقوط سره مواجه کړي.

پاکستان په دې کار سره په دې لټه کې دی چې د طالب په نوم یو خاین او جنایت پېشه هویت له خپلې خاورې وباسي او داسې ځای کې یې نابود کړي چې د دوی همېشنۍ هیله وه. پاکستان به له دې لارې له نړیوال فشار ځان وباسي او د افغانستان پوځ به د طالبي هویت وروستۍ زور ور مات کړي.

 

د افغان حکومت تازه اقدامات

د کندوز تر سقوط وروسته او په ګڼو نورو سیمو کې د طالبانو او نورو بهرنیو جنګیالیو تهاجمي بریدونو دولت مجبور کړ چې خپل ټول نظامي او استخباراتي تش ځایونه ډک کړي. په دې لړ کې د پولیسو ټولو زونونو ته د نویو قومندانانو ټاکل، په ملي دفاع وزارت کې تازه مقررۍ او د ملي امنیت شورا په وروستۍ پرېکړه کې ټول قول اردوګانو ته د محاربوي موقف ساتلو حکم، هغه څه وو چې افغان دولت د تازه جریاناتو پر وړاندې اختیار کړل.

د کورنیو چارو وزارت په یو شمیر مهمو برخو کې نور تغیرات به د طالبانو او پاکستان پر وړاندې د افغانستان د دریځ واضح مثال وي. ګومان کېږي چې افغان دولت په کورنیو چارو وزات کې نویو مهمو او باصلاحیته تغیراتو ته ژمن دی او همدې باور ته رسېدلی دی چې د کورنیو چارو وزارت باید په یو فعال او د جنګي چارو په مهم کارځای بدل شي.

افغانستان د سیمې په کچه د تروریزم پر سر د وروستۍ پرېکړې په یو اساسي طرف بدل شوی دی. افغانستان باید د تروریزم په تعریف او اقداماتو کې د سیمه ییزې حوزې نوي تشکیل ته لوری ورکړي چې څه کول په کار دي. افغان دولت به په سیمه او نړۍ کې د جنګ او تروریزم د یو قرباني او پر وړاندې یې د مهم عنصر په توګه خپل سیاسي ظرفیت لا زیات وکاروي چې دا به د پاکستان او طالبانو د انتهايي ماتې په نامه تمامه شي.

 

د طالبانو وروستی سرنوشت

په راتلونکي ژمي کې به کې ټول طالب وسله وال د پراخ جنګ په موخه افغانستان ته را ولېږدول شي. تر یو لړ سختو او ټکنیو تهاجي بریدونو او نښتو وروسته به دا کرايي او استخباراتي پوځ پر شا وتمبول شي. په پاکستان کې مېشت د یادو طالب وسلوالو مستقیم مشران به دا طالب وسله وال بېرته قبول نه کړي او هلته به د دوی ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي وي چې دوی به د دې ځای ستړیاوې په کې تېرولې.

د طالب شوراګانو د مصروفیت له پاره به تر ټولو ښه آپشن دا وي چې دوی د څه مودې له پاره له رسنیو پټ وساتل شي. دوی ته به د پاکستان په مهمو سیمو کې چېرې چې یوازې د دوی پوځي جنرالان د اوسېدو حق لري، وساتل شي او ټول هغه آسایشي اسانتیاوې به ولري چې دوی یې جنت ګڼي.

ګومان کېږي چې له دې ډلې یو شمیر به د خپل منځیو اختلافاتو له خاطر سره بېل شي، افغانستان ته به راستانه شي او په یو او بل نامه به د له سیاسي او مخالفتي دریځ څخه لاس واخلي چې همدا یې وروستی انجام دی. د هېواد په ګڼو سیمو کې د طالب جنګیالیو تهاجمي بریدونه او نښتې د دې ډول یو تصمیم له پاره مناسب اقدام دی. طالبان به هڅه وکړي چې په خپلو جنګي سیمو کې د خپل ځان له پاره د اوسېدو ګڼ پټنځایونه رامنځته کړي.

 

پایله

طالبان بلاخره له منځه ځي. یو تریخ او ناشولته تاریخ پرېږدي. د وژنو او مرګونو یوه بده او نابوده څېره تاریخ ته سپاري… لا هم مسوول مالوم نه دی، پاکستان، افغانستان او که نړیوال؟
د طالب شل کلن جنایت بې ساری وو. په ټولو پښتون مېشته سیمو کې د ښوونځي، روغتون، بیارغونې، صحي خدمتونو، انکشافي کارونو د مخنیوي تر ټولو غټ مسوولین دي چې هېڅکله به یې د ځواب ویلو له پاره حیثیت ونه لري.

د طالبانو وروستی نوم همدا دی چې د پردیو ګټو له پاره د مذهبي جنون لیوني او خونړي سپاهیان وو چې عام افغانان یې مړه کړل او خپله هم نابود شول. طالب هېڅ حیثیت نه درلود. د هېواد او سیمې په تاریخ کې دین ته تر دوی بل هېچا زیات تاوان ونه رساوه، همدوی و چې دین یې پر مخالفتونو، ستونزو او د یو بل پر تکفیر، رټلو او وژلو تفسیر کړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.