روان کال کې به د غنمو حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي

روان کال کې به د غنمو حاصلاتو کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راشي

د احصایې او مالوماتو د ملي ادارې او د کرنې وزارت سروې ښیي، چې د تېر کال په پرتله د هېواد د غنمو سږني حاصلات به ۴۲ سلنه زیاتوالی ولري.

 

دغه سروې د FAO او WFP موسسو په مرسته د کرنې وزارت او د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې له خوا چمتو شوې ده.

 

د حاصلاتو د زیاتوالي دا کچه د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د غنمو له وارداتو څخه مخنیوی کوي او د ارزښت یاده مثبته کچه د هېواد په سوداګریز بیلانس کې ور زیاتېږي.

 

د کرنې وزارت ویاند، اکبر رستمي د دوشنبې په ورځ وویل: په کافي اندازه اورښتونه او ترڅنګ یې د کرنې وزارت له خوا پر وخت د اصلاح شویو تخمونو او سرو وېش، زرګونه هکټاره نوي ځمکې خړوبول، د کرکېلي سیمې پراخول، ترویج، د لیزر لېول ماشینونو وېشل، د للمي کرکېلي په پار د بزګرانو په واک کې وړیا ټراکټورونه ورکول او د بزګرانو روزل د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.

 

نوموړي زیاته کړه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، نصیر احمد دراني په سپارښتنې سره تېر کال د اوبولګولو د ۲۳۵ شبکو د جوړولو او د زرګونو هکټاره کرنیزو ځمکو د پراختیا او خړوبولو ترڅنګ د لومړي ځل لپاره ۲۰ زره ټنه یوریا کیمیاوي سره او ۱۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه پر خپل وخت پر بزګرانو ووېشل شول.

 

ښاغلی رستمي د کرنې وزارت او د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د سروې پر بنسټ وویل: ” روان کال اوبیزې او للمي کرنیزې سیمې او د غنمو د کرکېلي سیمې زیاتې شوي دي، دغه راز د هېواد دغنمو ټولیز تولیدات ۵.۱ میلیون ټنه اټکل شوي دي، چې د تېر کال پرتله ۱.۵۲ میلیون ټنه زیاتوالی ښیي او د هېواد په کچه د تېرو ۱۳ کلونو پرتله د غنمو تر ټولو د زیات تولید وړاندوینه کېږي.”

د یادونې وړ ده چې روان کال کې افغانستان کابو شپږ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري او د شمېرو له مخې روان کال کې به د غنمو کمښت شاوخوا ۹۰۰ زره مټریک ټنه وي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.