روان کال کې د اوبو لګولو ۳۴۴ شبکې جوړېږي

 روان کال کې د اوبو لګولو ۳۴۴ شبکې جوړېږي

 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د دغه وزارت لاسته راوړنې او پروګرامونه، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې بیان کړي دي.

نصیر احمد دراني، چې د دوشنبې په وروځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې وینا کوله، وویل: کرنې وزارت په تېر کال د وچکالۍ له امله په بشري او مالدارۍ برخه کې د لوی ناورین مخه نیولې، که د دې ناورین مخه نه وای نیول شوې؛ رامنځته شوي زیانونه به یې تر راتلونکو ۱۰-۱۵ کلونو پورې د جبران وړ نه و.

ښاغلی درانی وویل: دافغانستان مالداري د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ له امله تر تهدید لاندې وه، خو دغه وزارت و کولای شول چې پر خلکو د ۲۰۰ زره ټنه غنمو او پر مالدارانو د کابو ۵۰ زره ټنه وچو وښو په وېشلو سره د بشري او مالدارۍ د دې ناورین د هر اړخ ګواښ په بریالي توب سره مدیریت کړي.

هغه وویل، چې د اوبولګولو د ۲۳۵ شبکو جوړول، د اوبولګولو د لویو کانالونو د جوړولو په پار د شونتیا سنجولو او مطالعاتو پیل، د لابراټوارونو جوړول، د تولیدي او څېړنیزو فارمونو جوړول، د راکدو پروژو د چارو پیل، د مېوو زرګونه هکټاره باغونو جوړول، د پستې او نورو ځنګلونو پراختیا او د سلګونو سوداګریزو شنو خونو جوړول، په ۱۳۹۷ کال د کرنې وزارت له کړونو څخه دي.

همداراز د ۳۲۰ هکټاره ځنګلونو، ۱۴۶۶ هکټار څړځایونو او طبي نباتاتو د کروندو بیارغول او ساتل، ۲۰ میلیونه نیالګي تولیدول، د کابل ۴۶۵ هکټاره زرغون کمربند خوندي کول هم د کرنې وزارت د کړنو یوه برخه جوړوي.

د کرنې وزیر په ۱۳۹۸ کال کې د دغه وزارت پروګرامونو ته په اشارې سره وویل، چې د اوبولګولو د ۳۴۴ شبکو جوړول، د اوبولګولو د سترو کانالونو د شونتیا سنجولو مطالعاتي چارې بشپړول، د څاڅکي په سیسټم سمبال د اوبولګولو ۵۰ ننداریزې قطعې جوړول، د کمال خان تر بند لاندې د کانالونو د چارو پیلول، په کنړ او بادغیس کې د لمریزې انرژۍ پرمټ د یوشمېر ځمکو خړوبول د روان کال لپاره د دغه وزارت پروګرامونه دي.

د چارمغزو د ۶۵۰۰ هکټاره ځنګلونه رغول، ۲۰۵ هکټاره اقتصادي او محروقاتي ځنګلونه ایجادول، د خوست، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو په اته زره هکټاره مساحت کې د جلغوزیو د ۶.۴ میلیونه نیالګيو تولید، د ۲۱۰۰ هکټار څړځایونه بیارغول، ۲۰۰ هکټاره روانې شګې خوندي کول او د انجې او شیرین بویې ۸۲۰۰ هکټاره کروندې بیارغول او ساتل، د طبیعي سرچینو د خونديتوب په برخه کې د کرنې وزارت پلانونه دي.

تمه ده چې د مالدارۍ په برخه کې ۴۱۹۱ هکټاره نوي باغونه جوړ او ۲۷۰۰ هکټاره باغونه ورغول شي او همداراز ۱۷۶۵ وچوونکې خونې او ۱۰۳ سوداګریزې شنې خونې جوړې شي.

د سړوخونو د جوړولو د چارو عملي پیل، د بادام باغ د لابراټوار په ګډون د ۱۲ قرنطیني لابراټوارونو سمبالول، د کابل، هرات او کندهار د سیلوګانو د جوړولو د چارو پیلول او د بغلان، بدخشان، او بلخ ولایتونو د سیلوګانو د ډیزاین بشپړول، د کابل د (شکردرې)، هرات، بلخ او کندز د مسلخونو د جوړولو د چارو بشپړول؛ په روان کال کې د کرنې وزارت بنسټیزې پروژې دي.

همدارنګه د بروسلوزس د ۶.۶ میلیونه واکسینونو پلي کول، د بېلا بېلو څارویو لپاره د ۳.۵ میلیونه واکسینونو تولیدول، د څارویو د نسل القاح، کوچیانو او نورو مالدارانو ته د شپږو پنډغالو او اتو حوضونو جوړول او پر کوچیانو او نورو مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو د تولید د ماشینونو وېشل، د څارویو د خوراکي توکو د ۱۶ زېرمو جوړول، د کبانو د څلور میلیونه بچیو وېشل، د کبانو روزنې ۱۴۳ فارمونه جوړول، د ۵۰۰۰، ۲۵۰۰۰ او ۳۰۰۰۰ لرونکو چرګانو د ۷۰ فارمونو جوړول او په کابل کې د شیدې د پروسس (UHT) فابریکې جوړول، چې په ورځ کې به د ۳۰ زره لېټره شیدو د پروسس وړتیا ولري؛ هغه پلانونه دي چې سږکال تطبیقېږي.

د کورنیو باغچو، د چرګانو د روزنې اړونده توکو په وېشلو او د پروسس د مرکزونو او کرنیزو محصولاتو ته د بازار په جوړولو سره به د ۵۱ زره او ۶۲۹ مېرمنو اقتصادي ملاتړ وشي.

د مایکروفایننس بانک له لارې بزګرانو ته د اسانو پورونو ورکولو زمینې برابرول او د کرنې په برخه کې له پانګوالو سره مرسته د کرنې وزارت د روان کال نورې برنامې دي، چې له دغو برنامو څخه پانګوال او خصوصي سکټور کولای شي ګټه پورته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.