روحاني: ایران له افغان سولې سره هر راز مرستې ته چمتو دی

روحاني: ایران له افغان سولې سره هر راز مرستې ته چمتو دی

ولسمشر محمد اشرف غني تېر مازیګر د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره کتلي دي.

 

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کتنه کې دواړو مشرانو د افغانستان او ایران د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا، د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع او د افغان دولت په محوریت د سولې پروسې اومنطقوي تفاهم په اړه بحث او خبرې وکړې. همدارنګه د دواړو هیوادونو د ګډو کمېټو د کار په چټکوالي هم ټینګار شوی دی.

 

حسن روحاني ویلي، د افغانستان دولت او خلکو سره زموږدوستانه مناسبات د دواړو دولتونو او ملتونو په ګټو، بین المللي او د دولت په  دولت  اصولو استوار دي.

 

هغه زیاته کړې چې ایران د افغانستان د دولت په محوریت د سولې پروسې په  برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

 

نوموړي د نشه یي توکو قاچاق ستونزې ته په  اشارې ویلي په دې برخه کې به د افغانستان حکومت سره په ګډه کار وکړي. هغه وویل، چابهار بندر له اقتصادي پلوه د ایران، افغانستان او هندوستان لپاره ارزښتناک او د انکشاف لپاره به یې ګډ کار وکړو.

 

په همدې حال کې ولسمشرغني د سولې په برخه کې همکارۍ ته د چمتووالي ښودلو له امله  د ایران  جمهوررئیس څخه په مننې وویل، په دې برخه کې د ټولو هیوادونو د همکاریو ګډې همغږۍ او انسجام ته اړتیا ده.

 

جمهوررئیس څرګنده کړې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تروریستي ډلو او ګروپونو پر ضد د مبارزې ترڅنګ د نشه یي توکو د پروسس او قاچاق د مخنیوي لپاره اقدامات کړي او په دې برخه کې به عملیات ادامه ولري

Leave a Reply

Your email address will not be published.