روسيه وايي امريكا په افغانستان كې پاتې راغلې

ضمیر کابلوفپه افغانستان كې د روسيې ځانګړى استازى وايي په افغانستان كې د امريكا او ناټو ماموريت او عمليات ناكام دي.

د ولادمير پوتين ځانګړى استازى ضمير كابلوف د روسيې تاس آژانس ته ويلي چې په افغانستان كې د ناټو او امريكا ماموريت بشپړه ماتې خوړلې ده.   هغه ويلي چې د آيساف د ماموريت موخه  په افغانستان كې د يوه دموكراتيك او متمركز دولت جوړول و، خو دا هدف نه دى ترلاسه شوى.

ضميركابلوف ويلي نه يوازې د امريكا په مشرۍ ايتلاف خپلې موخې ته په رسيدو كې ناكام شوى، بلكې هيڅ مسوليت يې چې مخكې ورته ټاكل شوى و نه دى ادا كړى. هغه وايي افغانستان تراوسه هم يو قوي او باثباته هيواد نه دى.

جان كمپل

بلخوا  په افغانستان كې د غوڅ ملاتړ قوماندان جان كمپبل وايي ښايي په افغانستان كې  د ډيرو سرتيرو د پاتې كېدو غوښتنه وكړي. هغه د امريكا له يواس ټو ډې ورځپاڼې سره په خبرو كې ويلي چې دى به د امريكا متحده ايالاتو له دولت وغواړي چې په افغانستان كې اوسنى شمير سرتيري د افغان سرتيرو د روزنې ، مشورې او ترهګرۍ پروړاندې مبارزه كې كافي نه دى او بايد ډېر شي .

اوس امريكا په افغانستان كې ۹۸۰۰ سرتيري لري چې د ۲۰۱۶ م كال ترپايه به په افغانستان كې پاتې شي. دا شمير به د ۲۰۱۷ كال په جنورۍ كې ۵۵۰۰ تنو ته راټيټ شي.

د امريكا د غوڅ ملاتړ قوماندان مخكې ويلي وو چې په افغانستان كې وسله وال طالبان او داعش د پياوړتيا په حال كې دى او داعش هڅه كوي چې په دغه هيواد كې داسې يومركز ومومي چې له دې ځايه په منځنى آسيا كې خپل فعاليتونه تنظيم كړي.

له بلې خوا روسيې د داعش پروړاندې جګړه كې له طالبانو سره اړيكه نيولې ده هغه څه چې روسيه يې غواړي په افغانستان كې د ثبات لاره ومومي. خو امريكا وايي د روسيې د دې اړيكې په اړه انديښنه نه لري.

طالبان

دامريكا د بهرنيو چارو وزارت وايي تمه لري چې روسيه په دې برخه كې يوه لاره ومومي چې په افغانستان كې ثبات ټينګښت ومومي. تر دې مخكې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې روسيه د طالبانو له هغه ډلې سره همكاري كوي چې له داعش سره جګړه كوي.

خو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې له روسيې سره يې هيڅ اړيكه نه ده نيولې او د داعش پروړاندې جګړه كې د روسيې همكارې ته اړتيا نه لري. د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارك تونر وايي روسيه او نور سيمه ييز لوبغاړي د افغانستان په امنيت او ثبات كې ګډې ګټې لري .

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.