روسيې د طالبانو د ملاتړ په هکله د امريکايي چارواکو ادعاوې رد کړي

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا د امريکايي چارواکو هغه خبرې رد کړې، چې وايي، دا هېواد له وسله والو طالبانو سره د وسلو او نظامي تجهيزاتو مرستې کوي.

د آلمان ډوچه ولې شبکې د يوه خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، چې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د روسيې د مرستو په تړاو د امريکايي چارواکو تورونه بې بنسټه دي. ده ويلي، هېڅ داسې سند نشته چې له طالبانو سره د روسيې د نظامي مرستو ادعا پرې ثابته شي. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په کابل کې د روسيې سفارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له هغو کسانو، چې ورته ادعاوې لري، د اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه کړې وه.

امريکايي چارواکي ادعا کوي، چې روسيه د خپلو موخو لپاره د افغانستان په شمال کې وسله والو طالبانو ته وسلې او جنګي تجهيزات چمتو کوي. يوه امريکايي چارواکي تازه له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې ويلي، چې روسيه د افغانستان په شمال کې له داعش وسله والو سره د مبارزې په موخه طالبانو ته وسلې ورکوي، خو طالبان بيا همدا وسلې د دې هېواد په جنوب کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر خلاف په جګړو کې کاروي.

روسیې په وار وار دا ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي، چې له طالبانو سره يې اړيکې د سولې خبرو ته د هغوی د حاضرولو په موخه دي، نه د کومې ځانګړې ډلې پر خلاف د جنګولو په موخه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.