روسيې پرېکړه وکړه چې افغانستان ته الوتکې او وسلې ورکوي

ام ای ۳۵ ډوله هلیکوپترېکرملین وايي، دوی د افغانستان هغه وړاندیز د خپلو مشورو په ترڅ کې نهايي کړی، چې له مخې یې افغانستان له دغه هېواد غوښتي د طالبانو او داعش پرضد د جګړې لپاره جنګي چورلکې او وسلې ورکړي.

روسي چارواکي وايي، ډېر زر به د هغه قراداد متن چمتو او افغانستان ته وسپاري چې له مخې یې درې ام ای ۳۵ ډوله هلیکوپترې ورکړي. دغه راز مسکو له افغانستان سره د تازه مرستو په لړ کې دغه هېواد ته د ۱۰۰۰۰ میله روسي کلاشینکوفونو د ورکړې خبر هم ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابولوف وايي. د بحث موضوع افغان ځواکونو ته د وسلو او تجهیزاتو ورکول دي. ((‌اوس کولای شو ۱۰۰۰۰ میله وسلې او مهمات افغانستان ته ورکړو او د ۳ هلیکوپترو ورکړه د تجارتي قراداد په بنسټ تنظمیږي))

کابولوف وايي، افغان ولسمشر غني د یوې لیدنې په ترڅ کې له ولادیمیر پوتین څخه غوښتي و ، چې نظامي مرسته ورسره وکړي. روسیې په وروستیو کې له پاکستان سره له نږدېتوب سره سم له افغانستان سره نظامي او د وسلو مرستې د خپل کاري پلان په سر کې نیولې دي. خو امریکایان په شدت سره د افغانستان په سیاسي او نظامي چاپېریال کې د روسیې له فعال حضور څخه په اندېښنه کې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.