روسي هلیکوپترو د بدخشان پر فضا پروازونه پیل کړي

روسیو هلیکوپترو په بدخشان کې د ناامنیو او د وسله والو یاغیانو د فعالیتونو د ډېرښت د راپورونو له خپرېدو وروسته اوس له تاجکستان سره د تړلې پولې لرونکي دې ولایت پر فضا الوتنې کړې دي.روسي هلیکوپتر

د تاجکستان تاج نیوز وايي، په بدخشان کې د وسله والو د پټو فعالیتونو له ډېریدو سره هممهاله روسیو الوتکو د بدخشان فضا څارلې ده.

تاج نیوز وايي، د سرحدي سیمو ځايي خلکو ورته ويلي، چې دوی ګڼې څرخۍ الوتکې لیدلې چې د دوی د کلیو او غرنیو درو پرسر ګرځي، غږونه یې او جوړښتونه یې له امریکایی او ایتلافي ځواکونو له الوتکو سره متفاوت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان هوايي حریم په مکمل ډول د امریکايي ځواکونو ترڅارنې لاندې دی، افغانستان نه هوايي‌ ځواک او نه د رادار دستګاوې لري.

روسیې په وروستیو کې په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو له کبله خپلې اندېښنې پټې نکړای شوې او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د پخپلو سرحدونو کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو په سخته ویره کې دي.

څو ورځې وړاندې د تاجکستان مرکز دوشنبې په عيني هوايي ډګر کې د څو هلیکوپترو د ځای پرځای کیدو خبره د رسنیو له خوا رسوا شوې وه. روسانو له دې وړاندې د تاجکستان په موافقه له افغانستان سره ددغه هیواد سرحد ته د مهماتو او تجهیزاتو د رالیږلو پروسه پیل کړې وه، خو ورسره داخبره هم شوې وه، چې ښايي روسان عملاً خپل ځواکونه د تاجکستان پر سرحد ځای پرځای کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.