روسیه افغانستان ته د نظامي تجهیزاتو د ورکړې وروستۍ پرېکړه کوي

الکساندر مانتیتسکيپه کابل کې د روسې سفیر الکساندر مانتیتسکي وايي، هېواد یې افغانستان ته د نظامي تجهیزاتو دورکړې په اړه د نظرغوښتنو په وروستۍ مرحله کې دی او ښايي نن سبا کې خپله وروستۍ پرېکړه عملي کړي.

ښاغلی مانتیتسکي وايي افغانستان د خپلو ځواکونو له پاره له مسکو څخه د څو پوځي الوتکو او نظامي وسایلو بلاعوض غوښتنه کړې خو روسیه لیواله ده، ددې ترڅنګ په داسې مرستو هم تمرکز وکړي چې د افغانستان لپاره اقتصادي ارزښت ولري.

افغان پوځیانو په وار وار نیوکې کړې، چې کافي نظامي تجهیزات په واک کې نلري، او د هوايي ځواک د نشتوالي له کبله په مهمو او حساسو وختونو کې نشي کولای ددښمن د ځپلو لپاره موثر ګامونه واخلي. د همدې لپاره کابل روسیې ته لاس وغځاوه او له هغوی څخه یې د خپل امنیتي ځواک د سمبالښت غوښتنه وکړه.

د روسیې سفیر دغه راز په افغانستان کې د ناټو په ۱۳ کلن پوځي ماموریت نیوکه وکړه او ویې ویل؛ لودیځوالو په افغانستان کې له خپلو دندو سره مسولانه او صادقانه چلند ندی کړی او ویې نه کولای شول له افغانستانه د ترهګرۍ رېښې غوڅې کړي.

الکساندر مانتیتسکي وویل:

(( په ۲۰۰۱ کال کې یوازې څوزره سخت دریځي په افغانستان کې موجود و. مګر اوس د افغانستان د حکومت د معلومات پر بنسټ په دغه هېواد کې ۴۰ تر ۵۰ زره ترهګر په جګړه بوخت دي، دا په دې مانا چې امریکا او ناټو خپله دنده په سمه توګه نده ترسره کړې او افغانستان اوسم هم له ترهګرۍ سره لاس او ګریوان دی.))

Leave a Reply

Your email address will not be published.