روسیه له افغانستان سره پر پوله د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د تاجکستان پوځ تجهیزوي

روسیه له افغانستان سره پر پوله د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د تاجکستان پوځ تجهیزوي

د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاټروشف ویلي، د افغانستان او تاجکستان پر پوله د ترهګرۍ ضد او ګواښونو د مخنیوي په هدف، د تاجکستان هېواد سرتېري قوي کوي.

هغه ویلي، په دغه کار سره به د روسیې امنیت ته شته ګواښونه هم له منځه لاړ شي.

نوموړي څرګنده کړې چې زمونږ امنیت ته یواځینی ګواښ داعش دی چې د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې فعالیت کوي او د داعش فعال جنګیالي هم روسیه او عراق کې تر ماتې وروسته افغانستان ته تللي دي.

تر دې وړاندې افغان حکومت ویلي و چې داعش ډله یې افغانستان کې ځپلې او نور د فعالیت توان نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.