روسیه له طالبانو سره د سولې په خبرو ټینګار کوي

روسیه وایي همدایې وخت دی چې طالبان وسله پر ځمکه کېږدي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن په مسکو کې د ترهګرۍ ضد په نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې په سیمه کې دې د ثبات لپاره طالبان اساسي قانون ومني، وسله دې پر ځمکه کېږدي او په افغانستان کې دې سوله ییز ژوند پيل کړي.

لاوروف ویلي، چې دوی د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره په ګډه هڅه کوي په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره حل لاره پیدا کړي. دده په وینا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري دې د تصویب شوو لایحو پر بنسټ ځينې افغان طالبانو ته چې غواړي د سولې له پروسې سره یو ځای شي، وخت ورکړل شي، څو له افغان حکومت سره خپلې ستونزې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي.

د لاوروف په خبره جګړه د حل لار نه ده او په افغانستان کې روانه جګړه د سیمې او افغانستان له پاره ډېر زیانونه اړولای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.