د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر دې ټینګار کړی چې د خپلو عسکرو د مودې د اوږدولو په اړه د امریکا پرېکړه به افغانستان ته هېڅ ګټه ونکړي.
د (روسیا الیوم) خبري شبکې په خپل تازه خبر کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خولې لیکلي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د مودې اوږدولو په اړوند د واشنګټن اخري پرېکړه ناسمه ده او دا به د افغانستان د وضعې له ښه والي سره هېڅ مرسته ونکړي.
ضمیر کابالوف، د افغانستان او اسیايي چارو په مدیریت کې د روسیې ځانګړی استازي ویلي:
«د افغانستان دولت او ملت باید تر هر څه د مخه په خپلو وړتیاو باور ولري؛ تر هغې وروسته دې غرب د هغوی د کمزورتیاو په درک سره هغوی سره مرسته وکړي.»
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې ولسمشر اوباما پرون په افغانستان کې د خپلو ۵۵۰۰ عسکرو د پاتې کېدو خبر ورکړ.
Leave a Reply