روسیه وایي له امریکا سره همکاري نه کوو

څلور هېوادونهروسیه نه غواړې د افغانستان په اړوندو مسایلو کې له امریکا سره همکاري وکړي.د افغانستان لپاره د روسیي د ولسمشر ځانکړي استازی ضمیرکابلوف وایي مسکوپه افغانستان کې د سولې خبرې پایله او ګټه نه لري او دا مساله یې له وړاندې امریکا ته روښانه کړې ده.

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپانې لیکلي ضمیر کابلوف په روانې میلادي میاشت کې روسې رسنیو ته ویلي چې دامریکا په ملاتړ د طالبانو او افغان دولت ترمینځ په خبرو اترو کې پاکستان او چین ګډون نه کوي.

افغانستان له هغو هېوادو څخه دی چې د امریکا ګټي او د روسیې اندیښنې پکې په ټکر کې دي. د نیویارک ټایمز د ریپوټ پر بنسټ روسیه له امریکا سره د همکاریو او د امریکا په ملاتړ دولت څخه هم ځآن لرې ساتي.

ضمیر کابلوفضمیر کابلوف وایی: ((موږ له هغه څه سره نه یوځآي کیږو چې موږ ته فایده نلري ، او موږ له مخکې هم امریکایانو روښانه کړې ده. په ښکاره او صادقانه باید ووایو هغه څه چې امریکا پیل کړي موږ یې ستړي کړي یوو.))

نیویارک ټایم ورځپاڼې د یوې لوړپوړي افغان چارواکي له قوله لیکلي مسکو فکر کوي چې کابل له امریکا سره ستره لوبه کوي.

د نیویارک ټایمز د ریپوټ له مخې، د ولادیمیرپوتین ادارې پریکړه کړې چې  له امریکا سره د همکاریو پر ځآي په افغانستان کې د داعش پر مسالې تمرکز وکړې چې د هېواد لپاره یې ګواښ بلل کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.