روسیه په سوريه کې ځانګړي ځواکونه لري

روسي پوځیانروسیه وایي په سوریه کې یې ځانګړي ځواکونه ځای پرځای کړي دي. مسکو وایی دا ځواکونه په داعش په  بریدونو او د کوردانو د  روزنې په برخه کې همکاري کوي.

انترفکس خبري آژانس  په سوریه کې د روسي ځواکونو د قوماندان (جنرال الکسندر دوورنیکف) له قوله وایي نه غواړي داخبره پټه کړي چې په سوریه کې ځانګړي ځواکونه لري.

هغه وايي د دغه ځواکونو دنده داده چې روسیي ځواکونو ته د موخو په اړه معلومات ټولوي او د کوردي ځواکونو په روزنه کې همکاري کوي. هغه وايی د روسیې پوځی مستشاران هم په سوریه کې فعالیت کوي او د  تخنیکي برخو په ګډون په ټولو کچو کې فعالیت او پوځي اقدام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د مارچ په ۱۴مه په دغه هیواد کې خپل د پوځي ماموریت پای اعلان کړ او ډیر ځواکونه یې له دغه هیواده وایستل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.