روسیه څه کول غواړي؟

روسی الوتکهنړۍ د روسیې د هغې جېټ جنګي الوتکې په باب په فکر کې ډوبه ده، چې د تېرې نومبر  په ۲۴ مه نېټه د ترکیې هوايي ځواکونو رانسکوره کړه. په پاریس کې د دوشنبې د ورځې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس په دې اړه ډېر اهمیت درلود. که څه هم ترکیې د روس د جیټ الوتکې تر غورځولو څو اونۍ مخکې څو ځلې اخطارونه ورکړي وو، خو د روسیې الوتکو د ترکیې اخطارونو ته هېڅ پام نه کاوه او په بې پروايۍ سره په کراتو د ترکیې هوايي حریم ته ننوتې؛ په دې سربېره یې، په داسې حال کې چې ټولې نړۍ ورته کتل، د انقرې تهدیدولو ته دوام ورکړ.

هغه انسان وژونکې رویه، چې روسیه او د روسیې ولسمشر ولاد میر پوتین یې کوي، باید د هغو خلکو لپاره یوه ښه درس شي، چې روسیه له ترکیې او پوتین له رجب طیب اردوغان سره پرتله کوي؛ دغه پرتلېینه ترکيې او اردوغان دواړو ته سپکاوی دی. د ترکیې او روسیې مقایسه په هېڅ ډول شونې نه ده، ځکه چې روسیې د نیمه مافیايي طریقو په کار اچولو سره د قوانینو خلاف د نړۍ په تهدیدولو او ګواښولو کې ونډه لري. دغې ناوړې پېښې دا ثابته کړه، چې د قانون حاکمیت د هرڅه بنسټ تشکیلوي؛ د امریکې متحده ایالات او برتانیا د هغو تېروتنو له امله، چې د دوی ادارې یې کوي، تر نیوکې لاندې راتلی شي، خو څه چې ترکیه کوي، د قانون له حاکمیت سره سم ترسره کیږي؛ له بله پلوه، روسیه، اېران او چین بیا هغه بد هېوادونو دي، چې له دغه قانون څخه سرغړونه کوي.

ښه نو، روسیې د قانون له حاکمیت څخه په سرغړونې سره، څه غواړي چې ترسره یې کړي؟

لومړی، کرېملېن په سوریه کې اوږمهالی موجودیت غواړي، چېرته یې چې د خپلو جېټ الوتکو د خوندیتوب په پلمه، وار دمخه د مزایلو (اس -۳۰۰) او (اس – ۴۰۰) دفاعي سیستمونه نصب کړي دي؛ ظاهراً، روسیه په دې کار سره د داعش پر وړاندې جګړه پیاوړې کوي، ځکه چې دوی هم د ټروریسټي ډلې قرباني دي؛ خو د روسیې اصلي موخه د داعش پر وړاندې له جګړې سره مرسته نه، بلکې پر واک باندې د سوریې د ولسمشر بشرالاسد ټینګول او په منځني ختیځ کې د هغه شتون غواړي، تر څو روسیې ته اجازه ورکړي، چې مدیترانې ته ځان ورسوي. د ترکیې او روسیې ترمنځ د جېټ الوتکې د راغورزولو پېښې د روسیې د موخو د تر لاسه کولو لپاره ښه موقوع برابره کړه. ددغې پېښې په پلمه دوی د ډموکراتیکې اتحادیې ګوند ته زمینه مساعده کړه، چې ترکیې ته په نه پام کولو سره خپله پالیسي جوړه کړي.

روسیه غواړي یاد ګوند له امریکې متحده ایالات څخه د ځان په طرف واړوي. د دوی موخه دا ده، چې د ډموکراتیکې اتحادیې ګوند سره مالي او نظامي مرستې وکړي او په سیمه کې یې وجنګوي. په حقیقت کې، پوتین نه غواړي، چې کردان په شمالي پولو کې یو جلا تشکیل تاسیس کړي، بلکې دا خوښوي، چې کردان په سوریه کې همداسې پاتې شي. اوس، روسیې په دې هیله، چې له ترکیې سره د وروستیو ستونزو په پلمه، په سیمه کې خپله پالیسي تحمیل کړي، په سوریه کې یې مزایېل په کار واچول. دا ډېر د خفګان ځای دی، چې د روسیې لخوا ددغه تهدیدونو سره سره، نړۍ همداسې چوپه پاتې ده.

پر کوباني باندې د داعش د بریدونو په ځواب کې ټولې نړۍ عکس العمل وښوود او د هغوی د ازادولو په موخه یې هوایي عملیات ترسره کړل، خو پر ترکانو باندې د روسیې د بریدونو په اړه، له ترکیې پرته، بل هېچا عکس العمل و نه ښوود. پخوا بې ګناه کردان په کوباني کې د نړۍ له سترګو پټ وو، اوس هغه ترکان د خلکو له سترګو غیب دي، چې په بېربوکاک کې، پرې بریدونه کیږي؛ نو د روسیې او داعش ترمنځ څه توپیر دی؟

د لویدیځ د سوریې فاجعې ته هغه وخت پام شو، چې کډوال تر اروپايي پولو پورې ورسیدل، دوی ځکه د داعش پر خلاف جګړه پیل کړه، چې خلکو ته یې ګواښ متوجه شو؛ خو د داعش تر ګواښ وړاندې، دوی هېڅ حرکت نه وو ښوودلی. داسې ښکاري، چې سوریه په بشپړه توګه د روسیې بریدونو ته پرېښودل شوه او تر څو، چې مسکو هلته د داعش په پلمه جګړه کوي، تر هغې به یې د سوریې ولسمشر بشار الاسد او ځان لپاره زمینه مساعده کړې وي. په سوریه کې به دغه بشري ناورین تر هغې روان وي، تر څو چې د نړۍ قدرتونو د دغې موضوع د حل لپاره هڅې نه وي کړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.