روسیه چمتو ده افغانستان ته په کال کې یو نیم میلیون ټنه تیل ورکړي

افغان روسیهروسیه له افغانستان سره د یو نیم ملییون ټنه تیلو مرسته کوي. د روسیې د انرژی وزارت مرستیال وايی افغانستان په کال کې شپږمیلیون ټنه تیلو ته اړتیا لري او مسکو دغه هیواد ته یو نیم میلیون ټنه تیلو ورکول ارزوي.

د روسیې (سپوتنیک) آژانس وايي د روسيې د انرژی وزارت مرستیال  یوري سنتیورین ویلي احتمال لري چې روسيه له افغانستان سره  په کال کې د یو نیم میلیون ټنو تیلو مرسته وکړي.

هغه وایي افغانستان څه د پاسه درې میلیون ټنه تیلو ته اړتیا لري چې درې میلیون ټنه نور په دغه هیواد کې بهرني ځواکونه هم مصرفوي.

د روسیې د انرژی وزارت مرستیال وایی روسیه په پام که نه لري چې دا ټول شپږ میلیون ټنه تیل افغانستان ته ورپوره کړي، خو مسکو کولای شي یوازې یو نیم میلیون ټنه تیل افغانستان ته چمتو کړي.

هغه څرګنده کړې دې ته هم اړتیا نه ویني چې بازار په خپل کنترول کې راولي او یوه ستراتیژیک نظریه یې له افغان سیالانو سره شریکه کړې چې ملي ستراتیژیکې زیرمې جوړې کړي. پر دې سربیره روسیې وړاندیز کړی چې د افغانستان په شمال کې د نفتو او غازو استخراجي چارې ترسره کړي. دا وړاندیزونه د افغانستان او روسیې دولتونو د ګډ کمیسیون له خوا شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.