روسیه کې د ۶ هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو غونډه شوې

روسیه کې د ۶ هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو غونډه شوې

د اوفا د لسم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان، روسیې، هند، چین، ایران او پاکستان هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو غونډه جوړه شوې ده.

 

ناسته کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، د سیمه ییزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا، د سولې لپاره د سیمه ییز ائتلاف په ایجاد او د شپږو هېوادونو د ملي امنیت شورا مرستیالانو د غونډې په ترسره کېدو خبرې شوې دي.

 

د روسیې، هند، چین، ایران او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو د خپلو هېوادونو په استازیتوب د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کړی او همدا راز يې له افغان دولت او د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.