روسیه کې ۱۴۰ پاکستانیان نیول شوي

مسکود مسکو په هوایي ډګر کې ۱۴۰ پاکستانیان نیول شوي دي، روسي چارواکي وايی دغو کسانو د سوداګرو په نامه غوښتل په روسیه کې په یوه نندارتون کې د ګډون په موخه دغه هیواد ته لاړ شي چې د مسکو په هوایی ډګر کې نیول شوي دي.

پاکستاني چارواکوویلي دا ۱۴۰ سوداګر چې د یوه خصوصي شرکت په یوه نندارتون کې د ګډون په موخه مسکو ته تللي وو د دغه ښار په هوايی ډګر کې نیول شوي دي، ځینو پاکستاني سرچینو ویلي د دې کار لامل د سفر له پاره د قانوني مدرک نشتوالی ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې چارواکو د دغو کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، په خواله رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښي چې دا کسان په کوچنیو خونو کې بندیان شوي او شکایت کوي چې روسې چارواکو د دوی د نیولو د لامل په اړه دوی ته هیڅ نه دي ویلي.

یوه پاکستاني ویلي له دوی سره یو شمیر ترکان هم نیول شوي وو خو ژر بیرته خوشي شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله اکسپرس تربیون ته ویلي په روسیه کې د پاکستان سفارت له روسي چارواکو سره د دغو کسانو د خوشي کولو په موخه خبرې کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.