روسیې د حلب په بیرته نیولو کې له ( تمساح) چورلکو کاراخیستی

په سوریه کې دولتي ځواکونه د روسیې په ملاتړ توانیدلي چې د حلب ښار په سویلي څنډه کې د داعش د چاودیدونکو توکو د تولید یوه لویه فابریکه ویجاړه کړي.د ( روسیا الیوم) شبکې د رپوټ له مخې د سوریې پوځ توانیدلی چې له ختیځ لوري د ( دیرالزور) په هوایی ډګر د داعش یو برید هم شنډ کړي.

دغه ځواکونو د دیرالزور د هوایي ډګر ختیځ ته د الجفره په سیمه کې د داعش یو شمیر تاسیسات نړولي او دغه ډلې ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. دا رپوټ وایی د حلب ښار په سویلي څنډه کې له داعش سره د سوریې پوځ په نښتو کې د پنځو قوماندانانو په شمول ۲۸ داعشیان وژل شوي دي.

د سوریې پوځي الوتکو په حویجه سیمه کې هم د داعش مرکزونه تر برید لاندې راوستي چې ویل کیږي د دغه ډلې د چاودیدونکو توکو یوه فابریکه له منځه وړل شوې او ۲۸ داعشیان په کې وژل شوي دي. رپوټونه وايی چې  په سوریه کې میشتو روسي ځواکونو د حمص ښار په څنډو کې د (قریتین) سیمې د نیولو په موخه د ( k-52  ) چورلکو څخه چې په تمساح مشهوري دي کار اخیستی دی. د فرانسپرس د رپوټ له مخې په دغه بریدونو کې د النصره ډلې د ویاند ابوفراس او هغه د زوی په شمول شل کسان وژل شوي دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.