روسیې قطر کې د وروستۍ ناستې پرېکړه لیک ستایلی دی د روسیې ‘تاس’ خبري آژانس راپور ورکوي چې روسیه په دوحه کې د وروستي بین الافغاني کنفرانس له پایلو خوښه او ملاتړ کوي او هیله منه ده چې دا چاره به په افغانستان کې د راتلونکې جوړجاړي هوکړې لپاره بنسټ کېږدي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې دا ډول خبرې په افغانستان کې ژر تر ژره د سولې پروسې د پیل کېدو په موخه ترسره کېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همدا ډول بیانوي چې دې هڅو د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.
Leave a Reply