رویټرز: اووم پړاو کې به د قطر مذاکرات یا اخوا شي، یا دېخوا

رویټرز: اووم پړاو کې به د قطر مذاکرات یا اخوا شي، یا دېخوا

رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي چې د امریکا او طالب اسلامپالو اورپکو تر منځ په دوحه کې خبرې یو ډېر مهم چانس دی.

 

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دواړه لوري دې خبرو ته “تمه” لري؛ نو ځکه يې پایلې ډېرې مهمې دي. دی وايي په دې پړاو کې مسله معلومېږي “یا به اخوا شي یا دېخوا.”

 

 

د طالبانو یوه چارواکي هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا یو تر ټولو مهم ملاقات دی. که افغان شخړې ته د حل په موندلو کې ناکام شو،؛ نو موږ به بیا د امریکا د خلکو له منتخبو استازیو سره مذاکرات کوو.

 

 

ولسمشر غني هم هیله من دی چې اووم پړاو مذاکرات به بین الافغاني خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

 

 

په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ بهرني پوځيان چې ډېری یې امریکایان دي، د ناټو په چوکاټ کې مېشت دي او افغان ځواکونو ته روزنه، ملاتړ او مشوره ورکوي. ځینې امریکایي ځواکونه د ترهګرۍ ضد عملیات هم ترسره کوي.

 

 

جرمني هڅه کوي چې د طالبانو او افغان ولسي استازیو تر منځ یوه غونډه ترتیب کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.