ریحان: د افغان ځواکونو د شهیدانو بچیان کولای شي زما ښوونځیو کې وړیا زده کړې وکړي

ریحان: د افغان ځواکونو د شهیدانو بچیان کولای شي زما ښوونځیو کې وړیا زده کړې وکړي

د هېواد مشهور دیني عالم مولوي سمیع الله ریحان اعلان کړی چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو بچیان کولای شي کابل او ننګرهار کې د هغه په خصوصي ښوونځیو کې په وړیا ډول زده کړې وکړي.

ریحان ویلي: د امنیتي ځواکونو د شهیدانو بچیان دې سر له همدې نن ورځې اقدام وکړي او د هغه خصوصي ښوونځیو ته دې د نوملیکنې په خاطر ورشي.

مولوي ریحان کابل کې او ننګرهار کې خصوصي ښوونځي لري چې لسګونه کسان په کې په زده کړو بوخت دي.

دا لومړنی دیني عالم دی چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو بچیانو ته په وړیا ډول د زده کړو زمینه برابروي.

مولوي ریحان له دې وړاندې هم په وار وار له امنیتي ځواکونو په دفاع کې غږ پورته کړی و چې له تود هرکلي سره مخ دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.