زابل ته بهرني طالبان راغلي

بهرنیو طالبانو د زابل ولسوالیو ته مخه کړې ده. د زابل د ولایتي شورا رییس وايی په پنځو ولسوالیو کې اوس عملا بهرني طالبان ځای پرځای شوي او د مرکز کلات په شمول یې ټولو ولسوالیو ته امنیتي ګواښ رامنځ ته کړی دی .

د زابل د ولايتي شورا رییس عطاجان حق بیان وايی دا وسله وال له القاعده سره نیژدې اړیکي لري او په راتګ سره یې په امنیتي پوستو وسله والو بریدونو هم زور اخیستی دی، هغه وايی له تیرو څو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې تر ۳۰ پورې امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

حق بیان وايی اوس په  اټغر ، نوبهار ، ارغنداب ، شملزو او دايچوپان  ولسوالیو کې بهرني طالبان میشت شوي او که دولت د دغه وسله والو د ځپلو په موخه کوټلي ګامونه وانه خلي نو لیرې نه ده چې د دغه ولایت ډیرو ولسوالیو ته به د سقوط زمینه برابره شي.

په همدې وخت کې بسم الله افغان مل چې نوی د زابل د والي په توګه ټاکل شوی وایی ډیرې ولسوالې نا امنه دي او دولتي ادارې په کې نشته ، خو وایی د دغه ولسوالیو د چاڼ په موخه یې پلانونه جوړ کړي او له مرکز سره یې هم په دې برخه کې خپلې ستونزې او اړتیاوې شریکې کړي دي.

هغه وايی د ټولو ځواکونو په همغږې به دا ستونزې حل کړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.