زابل کې روسي مشاورین طالبانو ته سلا مشورې ورکوي

زابل کې روسي مشاورین طالبانو ته سلا مشورې ورکوي

د زابل امنیه قوماندان سید معراج الدین سادات محور ته وویل (( د زابل ولایت په چوپان او خاک افغان ولسوالیو کې دوه مشاورین لیدل شوي دي، چې په ډېر ګومان سره يې طالبانو ته روزنه او سلا مشورې ورکولې.))

 

د زابل امنیه قوماندان نه دي ویلي چې دغه مشاورین یې په کومه ورځ لیدلي دي.

 

ښاغلي معراج الدین ټینګار وکړ چې (( دغو مشاورینو د زابل په کچه وسله والو طالبانو ته پرمختللې وسلې وېشلې دي او اوس تللي دي ارزګان ته چې شاید هلته هم طالبانو ته پرمختللې وسلې ووېشي.))

 

بلخوا د زابل ولایت ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان هم اندېښنه ښودلې چې د زابل په یو شمېر ولسوالیو کې پخوا هم اوس هم یو شمېر روسي او پاکستاني مشاورین لیدل شوي دي.

 

عطا جان حق بیان وویل (( یو ځل مخکې هم د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ ته روسي مشاورین راغلي و، دا یوه لویه اندېښنه ده چې حکومت یې باید مخنیوی وکړي، روسي مشاورین په یادو ولسوالیو کې طالبانو ته روزنه ورکوي.))

 

تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې د روسي او پاکستاني مشاورینو د شتون خبر ورکړل شوی چې طالبانو ته يې د وسلو د استعمال روزنه ورکوله.

 

طالبانو بیا په یوې اعلامیه کې رد کړې چې ګنې دوی سره دې بهرني مشاورین وي

Leave a Reply

Your email address will not be published.