زابل کې چاودنه؛ چارواکي وايي، درې ملکیان یې وژلي محور؛ پنجشنبه، د لړم میاشتې ۹ مه: د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې دې ولایت کې د ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، دا پېښه د یاد ولایت په میزانه ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو کرولا ډوله موټر د سړک غاړې ماین باندې وربرابر شوی دی. چارواکو ویلي چې ماین د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و. وژل شویو کې یوه مېرمن هم شامله ده.
Leave a Reply