زابل کې ۱۱۰ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستل شول

زابل کې ۱۱۰ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستل شول

د زابل ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې ۱۱۰ هغه ښوونځي چې د ناامنیو او ځینو نورو ستونزو له امله کلونه او مودې تړلي وو، د قومي مشرانو او دیني علماوو په مرسته بېرته پرانېستل شوي دي.

 

د زابل قومي مشران او دیني علما وايي، د ښوونځیو تړل ورته د منلو وړ نه دي.

 

قومي مشرانو همدا راز په حکومت نیوکه کړې چې د پوهنې په برخه کې يې زابل له پامه غورځولی دی او هېڅ راز توجه ورته نه کوي.

 

دیني علماوو هم زابل ولایت د ښوونځیو په بېرته پرانېستلو خوښي څرګنده کړې ده.

 

بلخوا د زابل ولایت د پوهنې رییس نصرالله زاهد وايي، د تړلو ښوونځیو د بېرته پرانېستې لپاره یې زیاتې هڅې کړې دي، خو میاشتې میاشتې کېږي چې د زابل په یو شمېر ولسوالیو کې ښوونکو ته تنخواوې نه دې ورکړل شوي چې ستونزې يې پیدا کړې دي.

 

زابل کې ټولټار ۲۲۴ ښوونځي موجود دي چې ۲۰۰ يې د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي او ۲۴ نور د ناامنیو او نورو ستونزو له امله تړلي پاتې دي چې زابلیان يې د خوشې کولو غوښتنه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.