په زابل کې د ښوونځي زده کوونکې په مزوز ډول وژل شوې

د پیښې عوامل ندي په ډاګه شوي، خو پولیسو جسدونه عدلي طب ته انتقال کړي دي.

پیښه ډیره مرموزه ده خو د سیمې خلک نه پوهېږي څه پیښ شوي دي.

په افغانستان کې اکثره دا ډول قتلونه یا ناموسي وي، یا د وادونو دودیز ناممکن والی ددې سبب شي، چې هلک یا نجلۍ ځان وژنه وکړي یا دواړه ځانونه ووژني.

زابل د افغانستان له ناامنو سیمو څخه دی، خو دا ډول پیښې پکې کمې دي ښايي یو دلیل یې داوي، چې ناموسي شرم له کبله ځايي خلک او کورنۍ د داډول قتلونو خبرونه پټ ساتي او نه غواړي رسنۍ په وغږیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.