د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، بايد د پاکستان حکومت د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د دغه هېواد د سولې له په بشپړ ډول ملاتړ وکړي.
هغه خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: سوله ییز افغانستان د پاکستان په ګټه دی
زردادي ټینګار کړی چې پاکستان د افغانستان په اړه چې څومره باید کار او مرسته کړې وای، نه یې ده کړې
نوموړي ویلي: د سولې روان بهیر کې د افغان حکومت رول کم دی او پاکستان باید دا کار وکړي چې د سولې خبرې بین الافغاني شي
زردادي همدا راز د پنجاب له ریاست غوښتي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د ې دسیسې نه جووړوي او د هغوی پر وړاندې دې خنډونه له منځه یوسي.
Leave a Reply