زلزلې په بدخشان كې ۲۵۰ كورونه ونړول

نويد فروتند هيواد ډيرې سيمې تيره نيمه شپه يوې زلزلې ولړزولې. د رختر په كچه شپږ اعشاريه دوه درجې زلزلې  مركز ۲۰۳ كيلومتره تر ځمكه لاندې ښودل شوى دى.  زلزلې د بدخشان زيباك ولسوالي هم ځپلې چې د دې زلزلې مركز تثبيت شوى دى.

په بدخشان كې چارواكي وايي چې زلزلې مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو د زيباك ولسوالۍ په تيزاب كلي كې يې ۲۵۰ كورونه وران كړي دي.

د بدخشان د والي وياند نويد فروتن وايي چې تراوسه په نورو سيمو كې د احتمالي زيان په اړه راپور نه لري، خو زيباك، شغنان، اشكاشم او واخان ولسواليو ته يې د سروې ډلې ليږلې ترڅو د زيان كچه معلومه كړي. بل خوا له ننګرهار څخه رپوټونه وايي چې په دغه ولايت كې د تيرې شپې د زلزلې له امله څوارلس تنه ټپيان شوي دي.

ويل كيږي ټپيان ډير هغه كسان دي چې له زلزلې څخه د وېرې له امله په ټيل ماټيل كې ټپيان شوي وو. په افغانستان سربيره په پاكستان او د منځنى آسيا په يو شمير هيوادونو كې هم د دې زلزلې ټكانونه حس شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.