زلمی خلیلزاد وایې د افغانستان متحدین دې پر پاکستان فشارونه زیاد کړي

د ترهګرۍ او وژنو د له منځه وړلو یوازینۍ لار دا ده، چې نړیوال پر پاکستان فشارونه ډیر کړي. په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د روان کړکیچ تر شا د پاکستان لاس دی او تر هغه چې په دغه هېواد کې د ترهګرو امن مرکزونه او پټنځایونه له منځه ولاړ نه شي ترهګري له منځه تلونکې نه ده.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي، چې افغان چارواکي په کابل کې د تېرې ورځې برید د حقاني شبکې کار بولي، نو که دا د حقاني شبکې کار وي، ټولو ته معلومه ده، چې دغه شبکه په پاکستان کې فعال مرکزونه لري او د افغانستان نړیوال متحدین دې پر دغه هېواد فشارونه ډیر کړي.
هغه زیاته کړې، تر هغه چې په پاکستان کې د ترهګرو امن پټنځایونه وي، ددغه پدېدې د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې جګړه کول بې ګټې دي. خلیلزاد همدا راز ویلي، اوس ددې وخت دی، چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ هېواد معرفي شي ځکه په ښکاره توګه د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او پخپل هېواد کې یې امن پټنځایونه ورکړي دي.
نوموړي ټینګار کړی، تر هغه چې د افغانستان نړیوال متحدین پر پاکستان فشارونه ډیر نه کړي، دلته به وژنې او جګړې همداسې روانې وي. چې له امله به یې نړیوالو او افغان ځواکونو او افغانانو ته مرګ ژوبلې اوړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.