زورواکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

زورواکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

کورنیو چارو وزارت وايي، له دې وروسته هېڅ زورواکی او نا مسووله وسله وال نه شي کولای ولایتونو کې وګرځېږي

له کورنیو چارو وزارت په خپر شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي پولیس د امنیت تامین او د نظم ټینګښت لپاره هېڅ نا مسووله وسله اول او زورواکي ته اجازه نه ورکوي چې ښارونو کې تګ راتګ وکړي.

اعلامیه کې ویل شوي: له دې امله د ملي پولیسو ټولو ځواکونو ته لارښوونه کېږي، تر څو د نا مسووله وسله والو، قانون ماتوونکو، زورواکو او جنایت کوونکو پر وړاندې جدي عمل وکړي او هغوی د قانون منګولو ته وسپاري.

کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د سر غړونې په صورت کې پولیس د ډز واک لري.

وړاندې له کورنیو چارو وزارت کابل کې د زورواکو پر وړاندې د جدي چلند خبره کړې وه.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.