زيمبابوې بيا هم ماتې وخوړه

د افغانستان كركټد افغانستان د كركټ د نولس كلنو لوبډلې په خپله دوهمه يو ورځينې سيالې كې زيمبابوى ته ماتې وركړه .

د افغانستان د كركټ بورد وياند وايي دا سيالي د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د هند په ګریټر نویډا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه .

ددغې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پریکړه یې وکړه. افغان ملي نولس کلنې لوبډلې د سیالۍ په ټولو پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ته د ۲۳۸ منډو هدف وټاكه چې له ډلې یې اکرام فیضي ۶۵ او کریم جنت ۳۱ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې ملي نولس کلنې لوبډلې ورکړل شوی ترلاسه نه کړای شو او د سیالۍ په ۴۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیددو سره ۱۹۲ منډې جوړې او لوبه یې افغان ملي نولس کلنې لوبډلې ته وبایلله. د ملي نولس کلنو لوبغاړو له ډلې ظاهر خان ۴، راشد ارمان ۲ او کریم جنت هم ۲ لوبغاړي وسوځول.

سرچينه وايي: ظاهر خان د سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.