سادات: هلمند نور د ناامنه ولایتونو په ډله کې نه دی

سادات: هلمند نور د ناامنه ولایتونو په ډله کې نه دی

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال خوشحال سادات تېره ورځ له نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره یو ځای هلمند ولایت ته تللی و.

 

خوشحال سادات ویلي چې د هلمند د مرکز او ټولو ولسوالیو امنیتي وضعیت کې زیات مثبت تغییرات راغلي  دي.

 

د سادات په خبره، هلمند نور د هېواد د ناامنه ولایتونو په ډله کې نه شمېرل کېږي او هلته وضعیت د ډاډ وړ دی.

 

سادات ژمنه کړې چې هلمند کې به نوي عملیات هم پلانوي او تر څنګ به یې د سرتېرو ستونزې حلوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.