سالنګ د مسافروړونكو موټرو پرمخ پرانيستل شو

دا لاره د سختو واورو له امله  له وړمې شپې را په ديخوا تړل شوې وه. د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس جنرال رجب وايي چې دا لاره تيره شپه د مسافر وړونكو موټرو پرمخ پرانيستل شوې، خو بار وړونكي موټر لاهم نه پريږدي چې له دې لارې تير شي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسول وايي په دغه سيمه كې تر ۱۲۰ سانتي مترو پورې واوره اورېدلې ده.

دوى له ټولو هغو موټر چلوونكو غوښتنه كوي چې په دې لاره تګ راتګ كوي چې ټول هغه امكانات او وسايل له ځان سره ولري چې په ژمي كې ورته اړتيا وي.

سالنګ د افغانستان په مهمو لارو كې راځي چې د هيواد مركز له شمال سره نښلوي. په دې لاره هره ورځ سلګونه موټر تګ راتګ كوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.