سالنګ لویه لار بیا وتړل شو

سالنګ لویه لار بیا وتړل شو

د سالنګونو د ساتنې مسوولین وايي، د سختې واورې ورېدو او شدید توپان له امله، د سالنګ لار له تېرې شپې راهېسې تړل شوې ده.

مسوولینو ویلي تر هغه چې د سالنګ پر لویه لار خطر نه وي کم شوی، موټرو ته د تګ راتګ  اجازه نشته.

تېره ورځ د هوايي پېژندنې ادارې هم د سالنګ لارې سربېره د هېواد په ګڼو لایتونو کې د سختو ورښتونو او توپانونو خبرداری ورکړی و.

سالنګ لار له تېرې اوونۍ راهېسې دا درېیم ځل دی چې د ټرافیکو پرمخ تړل کېږي.

سږ کال د هېواد په کچه واورې او بارانونه زیات و چې راتلونکي کال لپاره یې د وچ کالۍ د خطر کمېدو ته هیلې راټوکولې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.