ستانکزی: افغان حکومت د هېڅ لوري استازی نه دی

ستانکزی: افغان حکومت د هېڅ لوري استازی نه دی

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۱۹ مه:

د قطر دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي عباس ستانکزي ویلي افغان حکومت د هېچا استازیتوب نه کوي.

نوموړي له رسنیو سره خبرو کې ویلي، افغان حکومت په رسمیت نه پېژني.

هغه ټينګار کړی چې له امریکا سره يې خبرې وروستۍ شوې دي.

عباس ستانکزي تر دې وړاندې هم د افغان ځواکونو د منحل کېدو غوښتنه کړې وه چې په نړیواله کچه د افغانانو له کلک غبرګون سره مخ او د هغه څرګندونې يې غندلې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.