ستراتژیک ژوروالی (Strategic Depth)!

لومړی برخه: دا خبره ډیرو تکرار کړه خو لا د هغې په هکله پوهاوی په ټیټه کچه کې دی.

ستراتيژيک ژوروالی
عمق ستراتژیک یا زمونږ په ژبه د ستراتژی ژوروالی.

هر ملک او هیواد د خپلې بقا، ښیرازی، ټولنیزې او اقتصادي بسیاینې لپاره په خپل ګاونډ ملکو کې په خپلو اوږدمهاله ګټو پسې ګرځي او د ملکونو حکومتونه، دولتونه او نور سیاسي جوړښتونه يي پلي کوي. په دې ستراتژیو کې ډیر ځله لاندې ډولونه ډیر د اهمیت وړ دي:

  • لومړی: امنیتي (سکیوریټي)ستراتژي.
  • دوهم: اقتصادي ستراتژي.
  • دریم: ټولنیزه ستراتژي.
  • څلورم: سیاسي ستراتژي.
  • پنځم: ترانزیتي ستراتژي.

اوس راځو دې ته چې د پاکستان ستراتژیک ژوروالی وپيژنو او د افغان هیواد د بچیانو په توګه هغه فردي او ټولنیز رسالت چې د خپل هیواد په وړاندې يي لرو تر سره کړو. دا ضروري نه ده چې ټول هيوادوال دې د دولت په دننه کې کار وکړي. هیوادنۍ دنده کوم رسمي ماموریت، ریاست او وزارت ته ضرورت نه لري.

پاکستان داسې یو هیواد دی چې د یوې تش په نوم نظریې په بنسټ او د بریتانیې په مشری د هند او افغانستان نه د غچ اخیستنې په موخه جوړ شوی او هغه د دوه قومي نظریې نوم وه. دا نظریه هغه وخت تش په نوم او ناکامه شوه چې هلته په هندوستان کې د پاکستان له آبادي نه زیات مسلمانان پاته شول.

د همدې نظریي پر بنیاد د پاکستان واکمنو پښتانه او په تیره بیا وزیرستانیان دې ته وهڅول تر څو د کشمیر یوه برخه د پاکستان تر ولکي لاندې راولي او کشمیر ته يي د (شا رګ پاکستان) نوم ورکړ. کشمیر د اوبو د منابعو له مخې د پاکستان او بیا د پنجاب شارګ دی، د نور کشمیر د تر ولکي کولو سیاسي او پوځي هلې ځلې د پاکستان او د حريت کنفرانس او اورپکو لخوا روانې دي.

پاکستان د اوبلن بم (Water Bomb) نه چې ښايي د هندوستان لخوا پر دوی استعمال شي په ویره کې دی او غواړي ددې حل د افغانستان په اوبو کې ولټوي، زمونږ خوږې اوبه، منځنۍ آسیا ته زمونږ لڼډه لاره، زمونږ لاس نه وهل شوي کانونه، د انرژي د ترانزیت لاره، زمونږ د خلکو او بیا په ځانګړې توګه د پښتون ټبر جنګیالیتوب، د قبایلي دود او سرکشۍ شته والی او له هندوستان سره زمونږ اوږدې او تاریخي دوستۍ ټول هغه لاملونه جوړ کړي چې مونږ او زمونږ هیواد يي د پاکستان د ستراتژیک ژوروالي په محراق کې راوستي یو.

 

په دې ژوروالي کې د پاکستان ناوییلې غوښتنې او کړنې څه کیدای شي؟
  • – زمونږ د بهرنۍ پالیسۍ مزي باید د دوی په لاس او یا د دوی د ګوډاګیو په لاس کې وي.
  • – زمونږ د قانون جوړونې په ادارو کې ددوی نفوذ، تر څو د داسې قوانينو د جوړیدو په وړاندې مقاومت وکړي چې په اوږدمهاله یا لڼډمهاله کې د پاکستان ګټې د تهديد لاندې ونیسي.
  • – زمونږ په امنيتي او دفاعي ارګانونو کې د دوی نفوذ.
  • – د ډیورند د کرښې په رسمیت پیژندل چې له هغه سره زمونږ د تیرو نظامونو کړنې د لاسوهنو په نوم یادې شي.
  • – له هند سره تاریخي دوستي ته شا کول او په دې توګه تیرو حکومتونو او د هغوی د کړنو ښکنځل او په کندهار او جلال آباد کې د هند د قونسلګریو تړل.

د افغانستان له خوا پاکستان د داسې ملک په نامه منل او پیژندل چې له انصارو نه لوړ، له اظهره په اسلامي علومو او فتواوو کې پورته او د اسلامي ورورولې د مظهر یو کامل او جامع انځور وي.

 

دوی څنګه داسې ستراتژیک عمق ته په تمه دي؟

دا ځکه چې دوی د طالبانو او مجاهدینو ډلې، د هغوی هغه خلک چې په حکومت کې دي، افغان مهاجر، بحر ته لاره، زمونږ له روسانو سره اوږده دښمني او زمونږ هغه ژبني او قومي مشکلات چې په هغه کلدارې، ډالر، روبل، تومان او ریالونه لږیدلي دي په لاس کې لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.