ستره محکمه: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۲۰۰ قضیو ته رسېدنه شوې

ستره محکمه: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۲۰۰ قضیو ته رسېدنه شوې

د ۱۳۹۴ کال له پیل څخه تر دې مهاله د ابتداییه، استیناف او تمیز محکمو لخوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۲۴۶ قضیو ته رسېدنه شوې ده.

د سترې محکمې ویاند، امان الله ایمان، چې د چهارشنبې په ورځ یې د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې په برخه کې د هیواد د محکمو د وروستیو څلورو کلونو لاسته راوړنې بیانولې، زیاته کړه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د هغو قضیو په ډله کې چې رسېدنه ورته شوې، ۹۲۰ د جنسي تېري، ۷۲۰ د وهلو او ټکولو ، ۳۲۰ د قتل، ۱۴۵ د ازار او ځورونې، ۱۱۳ د ځانوژنې، ۸۷ د وهلو او ټپي کېدلو او ۴۱ د ژوبلېدنې قضیې شاملې دي.

 

سربېره پر دې د ۴۹۰۰ نورو قضیو، چې فحشا ته اړیستل، په مرګ ګواښل، د ماشوم ضایع کول، تښتونه، د قانوني سن تر بشپړېدو مخکې واده کول، د ښځو خرڅلاو او د واده له حق څخه د مخنیوی پېښې پکې شاملې دي، عاملینو ته د محکمو لخوا د هیواد د نافذه قوانیو په رڼا کې په عادلانه توګه سزا اورول شوې ده.

 

ایمان وویل، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته رسېدنه ښیي، چې کابل د ۱۰۷۴ قضیو او هرات د ۴۱۲ قضیو په لرلو سره، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتو قضیو لرونکي دي. له هغه وروسته بلخ، کندز او کندهار په ترتیب سره د ۲۷۳، ۲۵۷، او ۶۷ قضیو په لرلو سره دریمه، څلورمه او پنځمه درجه کې ځای لري.

 

دغه رازپه بیلابیلو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۵۰۹ نورو دوسیو ته په عادلانه او دهیواد د نافذه قوانینو سره سم د ستری محکمې د مشرتابه او غړو په جدي څارنې سره رسېدنه شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.