ستر پښتون مشر او مبارز افضل خان لالا په حق ورسېد

افضل خان لالاد پښتونخوا ستر مبارز او د قلم او سیاست د میدان وتلی مبارز افضل خان لالا نن سهار له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. افضل خان لالا په خیبرپښتونخوا کې اوسېده او نن سهار د ورپېښې ناروغۍ له کبله یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. لالا دقلم ، سپیڅلی کرکټر، ټینګ عزم، میړانې او مبارزو سره په لږه او یا ډیره اندازه هر پښتون/ افغان اشنا دی.

خان لالا دباچاخان د عدم تشدد دنظريې پیرو، د پښتون/ افغان قامی وحدت د سیاسی مفکوری او نظریې ستر لارښود او د پښتون قوم یو مخلص، خوږمن لیډر ،لیکوال او ادیب و،په خپله خبره ، وعده، ملګرتیا او دوستئ ولاړ مشر دی چی پخه حوصله اوچت عزم اود استدلال ډیر زیات صلاحیت یې درلود. د راتلونکی وخت په لوړو او ژورو د رسا نظر څښتن و. د پښتنو د یووالی ابادئ ،سوکالئ اود لرو او برو پښتنو د قامی وحدت د حس د راژوندی کولو، دقامی پیژند اود پښتنی کولتور د ودی او پرمختیا په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.

خان لالا له سوات سره تقلق لري، په تېرو څو کلونو کې چې په پاکستان کې د پېریانو واکمني وه، د خپل جراُت او سیاست له کبله څو ځله له څو ترهګریزو بریدونو روغ وتلی و.

د لالا داخبره د کاڼي کرښه ګرځېدلې ده چې وايي :ٔ
“د لر او بر خبره چې ځيني کسان کوي، دا چيغه پر ما داسې لګي، لکه په ګولۍ مې چې څوک ولي؛ ځکه چې د افغانانو په خاوره افغانستان کې، چې کوم احمدشاه بابا جوړ کړى و، هغه کې داسې غر، سيند او څه نشته، چې له هغه نه بر ته دې بر وويل شي او له هغه نه لاندې ته دې لر وويل شي، دا موږ په لا شعوري توګه هغه د انګرېز عمل قبلوو.”

د لالا جنازه به په سوات کې خاورو ته وسپارل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.