«سراب» هم وسله والو ته پاتې شوی

امنیتي ځواکونهدولتي ځواکونه له سراب ولسوالی هم ووتل. دا ولسوالي د روزګان ولایت د مرکز ترین کوټ ښار په لودیځ کې چارچینو ولسوالې ته څیرمه پرته ده او څوکاله کیږي چې نوې د ولسوالې په توګه منظور شوې ده.

ویل کیږي چې د دې کار لامل په دغه سیمه کې امنیتی ځواکونو ته د اکمالاتو په رسولو کې ستونزې  دي، ځکه اوس هلته د ځمکې له لارې اکمالات ستونزمن او یا هم ناشوني وو. په روزګان کې یوه امنیتي مسول ویلي اوس دوی خپلې پوستې د «اولمباغ» سیمې ته لیږولې دي.

دغه چارواکي دا کار خپل تکتیکي شاته تګ بللی او وایي چې ژر به په لوی ځواک سره دغه ولسوالې ته بیرته وروګرځي، خو طالبانو ادعا کړې چې دا ولسوالي یې له یوې سختې جګړې وروسته نیولې ده.

رپوټونه وایي چې په دغه ولایت کې یوازې د دهراود ولسوالې ته د ځمکنې له لارې اکمالات شوني دي.

د روزګان د چورې، خاص روزګان، چنارتو او ګیزاب ولسوالیو لارې له ترینکوټ سره تړلي او د امنیتي ستونزو له کبله تګ را تګ ستونزمن دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.