سرحدونو وزارت: مشحص کسان دې د ډیورنډ اړوند له خپل ذهن پورته خبره نه کوي

سرحدونو وزارت: مشحص کسان دې د ډیورنډ اړوند له خپل ذهن پورته خبره نه کوي

د سرحدونو او قبایلو وزارت پاکستان کې د ډیورنډ کرښې اړوند د جمعیت ګوند د اجرايیه شورا د مشر عطا محمد نور وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

 

د سرحدونو وزارت ویاند عبدالوحید خاورې ویلي، د ډیورنډ مسله د افرادو او حکومت کار نه دی چې په اړه يې پرېکړه وکړي.

 

نوموړي ویلي هغه کسان چې په یادې کرغېړنې کرښې د ټولپوښتنې موضوع مطره کوي، له خپل کوچني ذهن پورته خبر کوي.

 

خاورې ټینګار کړی چې آن حکومت هم نه شي کولای پر دغې مسلې بحث او یا هم پرېکړه وکړي.

 

عطا محمد نور او عبدالطیف پدرام پاکستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې ډیورنډ باید رسمي شي.

 

د نور او پدرام دغو څرګندونو د لر او بر افغانانو سخت غبرګون راپارولی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.