سره صلیب په غزني کې خپل دفتر وتاړه

سور صلیب د سره صلیب نړیوالې کمیټې په غزني کې خپل سیمه ییز دفتر وتاړه. دغه نړیوال بنسټ له هغه وروسته دا کار کړی چې د پنځه کارکوونکي یې په دغه ولایت کې د نامعلومو وسله والو له خوا وتښتول شول.

د سره صليب نړيوالې کمېټې وياند احمد رامين وايي، ناپېژانده کسانو یې ۵ کارکوونکي تښتولي، چې له کبله یې دې کمیټي په غزني کې خپلې چارې ځنډ‌ولې دي. هغه زياتوي، دغه کسان د تیرې سه شنبه په ورځ هغه وخت وتښتول شول چط له یوې ولسوالې بلې ته تلل.

د سره صليب نړيواله کمېټه په افغانستان کې د جګړې له قربانيانو سره مرستې کوي او د جګړې د ښکېلو لورو مړي هم يو او بل لوري ته لېږدوي. تراوسه د دې پیښې مسولیت چاپرغاړه نه دی اخیستی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.