سرور دانش سويلي ولايتونو ته د برښنا د ليږدولو مخه نيسي

په خوست كې يو شمير حكومتي چارواكي او ولايتي شورا وايي د ولسمشر دوهم مرستيال غواړي سويل ختيځو ولايتونو ته د برښنا د ليږدولو مخه ونيسي. د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي په دې اړه انديښنه ښودلې او وايي که د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش له دغه کاره لاس وانه خلي  نه يوازې د خوست، بلکې د ټولو پښتنو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

image00

هغه وايي دا ډول دوه ګونى چلند  د منلو وړ نه دى او مركزي حكومت بايد ددې غير قانوني مداخلې مخه ونيسي.   په خوست كې يوه حكومتي سرچينه هم چې نه غواړي نوم يې ياد شي رسنيو ته ويلي د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په دې لټه کې دی چې د سوېل ختيځو ولايتونو د برېښنا پروژه لغوه او پر ځای يې باميان او ځينو نورو سيمو ته دغه برېښنا وليږدوي.

43271DB8-4984-45A0-87A2-360731D6B027_w1000_r1_s

دا سرچينه وايي سروردانش د انرژۍ او اوبو وزارت ، د بښنا شركت، آسيايي بانك او نړيوال بانك استازي وربللي او دوى ته يې لارښوونه كړې چې د دې پروژې مسير بدل كړي او سويلي ولايتونو پرځاى يې دې باميانو ته د شيبر له لارې دا برښنا وليږدول شي .

سرچينې وويل چې د يادو ادارو مسوولين د پروژې د تغيير په اړه د سرور دانش له يادې غوښتنې وروسته سخت اندېښمن شوي او د دې ستونزې په هواري کې يې د مرستې غوښتنه کړې ده. د خوست دا محلي سرچينه وايي كه څه هم د ولسمشرۍ يو شمير چارواكو په دې اړه ډاډ وركړى ، خو لاهم دا مسله پرخپل ځاى پاتې ده.

د خوست دغه چارواكي چې پژواك يې خبرې خپرې كړې وايي  د سرور دانش له مخالفت سره- سره بيا هم د پکتيا او لوګر ولايتونو په سيمو کې د برېښنا د غځولو په موخه د ستنو  د نصبولو کار تر اوسه نه دی درول شوی.  خو د ولسمشر د دويم مرستيال مطبوعاتي مسوول محمد هدايت وايي  چې دويم مرستيال خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ولايتونو ته د برېښنا له انتقال سره هېڅ ډول مخالفت نه دى کړى.

سوېل ختيځو ولايتونو ته د برېښنا د لېږد مالي لګښت د متحده ايالاتو د پوځ د انجنيرۍ ډله ورکوي چې د کابل د ارغندۍ له سيمې پيل  او بيا لوګر، پکتيا، خوست او پکتيکا ته رسېږي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.