سرپل ته لسګونه کومانډویان ورسېدل

سرپل ته لسګونه کومانډویان ورسېدل

شمال کې له مېشتې ۲۰۹ شاهین قول اردو لسګونه کومانډویانو چې نن سهار یې سرپل ته حرکت کړی و، سانچارک ولسوالۍ ته ورسېدل.

 

کومانډو ځواکونو ویلي: سانچارک ته له رسېدو سره سم یې له طالبانو سره جګړه پیل کړې او هغه سیمه ییز پولیس چې له تېر مازیګر راهېسې د طالبانو لخوا محاصره شوي و، محاصره یې ور ماته کړې ده.

 

شمال کې د کومانډو ځواکونو مسوولینو ټینګار کړی چې طالبان یې له سیمې تېښتې ته اړ کړي  دي.

 

هغوی ویلي چې سرپل ولایت کې به د طالبانو پر ضد پراخ شپني عملیات پیل کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published.